د لاسرسي لېنکونه

سوریه کې د "سپينې خولۍ" د ټولنې د ژغورنې ډلې ۷ غړي وژل شوي


په سوریه کې د "سپينې خولۍ" د ټولنې د ژغورنې ډلې اوه غړي ووژل شول.

دا کسان نن شنبه د سوريې په شمال لوېدیز کې د سرمین په ښار کې د "سپینې خولۍ" ټولنې پر مرکز په حمله کې وژل شوي دي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نا څرګندو وسله والو کسانو نن شنبه په سرمین کې د دوی پر مرکز حمله وکړه او اوه تنه ملکي رضاکاران يې ووژل.

دا نه ده څرګنده چې حملې سیاسي اړخ درلود، که جنايي پېښه ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې یوې ډلې چې مرکز يې په لندن کې دی، ویلي چې د وژل شویو کسانو جسدونه د هغوی همکارانو موندلي دي.

د "سپینې خولۍ" ټولنه له ۲۰۱۳ میلادی کال راهیسې په سوریه کې فعالیت لري او اصلي کار یې د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې، له خلکو سره بېړنۍ مرستې دي.

دا ټولنه له امریکا، بریتانیې، جرمني او نورو غربي دولتونو مرستې تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG