د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د جودو افغان ملي ټیم په بودا پست سیالیو کې ګډون کوي


د افغانستان د جودو د ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي ډېر ژر په بودا پست کې د دغې برخې په سیالیو کې گډون کوي.

د افغانستان د جودو فدراسیون سکرتر جنرال ذبیح الله نظري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له افغانستانه یوه ښځینه او یو نارینه لوبغاړی او یو پلاوی ګډون کوي.

د بوداپست د جودو په نړیوالو سیالیو کې د شااوخوا ۵۰ هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.

دغه سیالۍ د روان ميلادي کال د اګست په ۲۵ مه په بوداپست کې پیلېږي او د سپټمبر تر لومړۍ نېټې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG