د کونړ د سولې په نوم د کرکټ په سیالیو کې د سید جمالدین افغان پوهنتون لوبډلې اتلولي خپله کړه .
د افغاانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پایلوبه کې پرون جمعه د کونړ د سید جمالدین افغان پوهنتون او باز کرکټ لوبډلو تر منځ لوبه وشوه .
د سید جمالدین افغان پوهنتون لوبډلې د باز کرکټ لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
په کونړ کې د ۱۱۰ لوبډلو تر منځ د سولې تر سرلیک لاندې دغه سیالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې پیل شوې وې چې پرون د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.