د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۷

په فراه کې د سوداګرو ښځو ټولنه جوړه شوه


د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو ټولنه جوړه شوه .

د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر حشمت نورزایي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته به په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو کارونه منظم او هم به د دوی د لاسي صنعت فعالیتونه پراخ شي.

د نومړي په خبره، اوس مهال په دغه ټولنه کې څه باندې ۱۰۰ ښځینه سوداګرې غړیتوب لري.

ښاغلی نورزايي وايي چې په فراه کې تر ډېره ښځې د کرنیزو توکو د پروسس، خامکي غاړو، غاليو اوبدلو او د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG