د لاسرسي لېنکونه

ایران وايي ټرمپ د اټمي موافقې په اړه بد نیت څرګندوي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ تور پورې کړ چې له نړیوالو سره د تهران د اټمي موافقې په اړه " بد نیت "څرګندوي.

ظریف پر ټویټر ولیکل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ تل غوښتل چې دا موافقه له منځه ولاړه شي خو د دې لپاره چې ځان له انزوا وساتي، پر ایران یې د پړې ور اچولو هڅې کوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایران له نړیوالو سره د اټمي موافقې له "روحیې سره سم چلند" نه دی کړی او یو وار بیا یې " ډېره خرابه "موافقه وبلله.

ایران په ۲۰۱۵میلادي کال کې موافقه وکړه چې د نړیوالو بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

د امریکا او ملګرو ملتونو څارونکو چې د دې موافقې د موادو د عملي کېدو څارنه کوي، ویلي چې ایران له ژمنې سره سم چلند کړی دی.

خو امریکايي چارواکي وايي چې ایران د اټمي مردکۍ لېږدونکي مزایل ازمويلي دي او له نړیوالو سره د تړون له موادو یې سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG