د لاسرسي لېنکونه

د ډیپلوماټانو کمولو په اړه پوتین ته د ټرمپ ځواب


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دې غوښتنې ته چې امریکا باید په روسیه کې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د کارکونکو شمېر کم کړي، له زیات اهمیت ورکولو پرته، له هغه مننه وکړه.

ټرمپ وویل چې دا به د امریکا د حکومت د معاشونو لګښت کم کړي.

د روسیې حکومت د جولای په دېرشمه له امریکا غوښتنه وکړه چې په روسیه کې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت له دولس سوه کار کونکو ۷۵۵تنه کم کړي.

دا کسان په روسیه کې د امریکا په سفارت او قنسولګریو کې کار کوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ چې په رخصتۍ تللی، پرون په نیوجرسي کې د ګُلف په خپل کلب کې، له خبریالانو سره د خبرو پرمهال، د پوتین غوښتنې ته ځواب ورکړ.

ټرمپ وویل، دا به یې له حکومت سره د پېسو په سپمولو کې مرسته وکړي.

تردې تقریباً څلرویشت ساعته وروسته، د امریکا "ان بي سي" ټلوېزیون د سپینې ماڼۍ د ویاندې، سارا ساندرس په حواله وویل چې ولسمشر ټرمپ په "ټوکه یا کنایه" کې دا خبره کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي خبرې نه دي کړې.

XS
SM
MD
LG