د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

اصلاح: د افغانستان په اړه د امریکا ستراتيژۍ سیاسیون په دوو ډلو ویشلي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي دي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ډېر ژر به د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړي.

د مطلب لیکونکی لیکي، ټرمپ په نیو جرسي کې یوې خبري غونډې ته ویلي، افغان ستراتېژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، خو دې پرېکړې ته ډېر نېږدې شوی دی.

په مطلب کې راغلي، د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې په افغانستان کې ګډ وډي په میراث ورپاتې ده خو ټینګار یې کړی چې دا ګډ وډي به سموي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا د سنا د مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر جان مککېن ویلي چې امریکا په افغانستان کې بې هدفه ده او د افغانستان لپاره یې د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اعلانولو ټینګار کړی.

په مطلب کې راغلي چې مککېن ویلي، موږ باید حقیقت ومنو چې په افغانستان کې د ماتې په حالت کې یو او که غوښتنه مو دا وي چې وضعیت ته بدلون ورکړو وخت ډېر مهم دی.

د مطلب لیکونکي لیکلي، د افغانستان لپاره د جان مککېن له خوا په وړاندیز شوې ستراتېژۍ کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د دېرېدو او دوی ته د ترهګرو د ځپلو په هدف د پراخ صلاحیت ورکول شامل دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي.

په داسې حال کې چې د امریکا له نوي حکومت شا او خوا شپږ میاشتې تېرېږي لا یې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژي نه ده اعلان کړې چې د سرمقاله لیکونکي په وینا له دې امله د امریکا په حکومت کې انتقادونه زیات شوي او سیاسیون یې په دوو ډلو ویشلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، هغه څه چې په راتلونکي کې یې په افغانستان کې د امریکا د حضور په اړه ابهام رامنځته کړی، هغه د امریکا د نوي ولسمشر ضد او نقیض دریځونه دي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په وینا ښاغلی ټرمپ کله د خپلو سلاکارانو په راغوښتلو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ناکام او د پوښتونو سره مخ ګڼي او کله بیا د نوې ستراتېژۍ د بشپړېدو او افغانستان ته د نویو سرتېرو د استولو خبره کوي.

XS
SM
MD
LG