د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۲۷

یو شمېر چیچنیايي مېندو د خپلو زامنو موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې


په چیچنیا کې یو شمېر مېندو چې زامن یې ورک شوي، په اروپايي اتحادیه کې د بشري حقونو د ملاتړ له ادارو غوښتنه کړې چې د هغوی د زامنو په موندلو کې مرسته ورسره وکړي.

د رپوټونو پر اساس، داسې وېره ده چې د چېچنیا د دې مېندو زامن ښايي د روسیې په دې جنوبي سیمه کې چارواکو وژلي وي.

د ازادي راډیو د شمالي قفقاز څانګې پرون جمعه وویل چې د چیچنیا یو شمېر ښځو چې زامن یې ورک دي، د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کړې چې د هغوی د زامنو په اړه د معلوماتو په راغونډولو کې مرسته ورسره وکړي.

د ازادي راډیو د شمالي قفقاز خبریالانو ته هغه لیک هم ور رسېدلی چې لسو چېچني ښځو لاسلیکونه ورباندې کړي دي.

په لیک کې لیکل شوي چې د روسیې له چارواکو يې په وار – وار مرسته غوښتې خو هېڅ نتېجه یې نه ده ورکړې او فریاد یې نه دی اروېدل شوی.

چیچنیايي مېرمنې
چیچنیايي مېرمنې

دې مېندو لیکلي چې له دې وضعیته ستړې شوې دي.

هغوی دا لیک په اروپايي اتحادیه کې د بشري حقونو د ملاتړ ادارو ته استولی دی.

د روسیې خپلواکې ورځپاڼې، نوایا ګزیتا یوه میاشت مخکې خبر ورکړ چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې لږترلږه ۲۷تنه په چېچنیا کې له محاکمې پرته اعدام شول.

د نوایا ګزېتا په حواله، دا کسان په ډسمبر میاشت کې له پولیسو سره تر نښتې وروسته، نیول شوي و.

د ورځپاڼې په حواله، د اعدام شوو وګړو پر کورنیو فشار راوستل شوی چې لاسلیکونه وکړي، پرې منل شوې وه چې عزیزان يې له چېچنیا وتلي دي او اقرار ورڅخه اخیستل شوی و چې د چېچنیا پر چارواکو هېڅ ډول حقوقي دعوا نه لري.

په روسیه کې خپرېدونکې ورځپاڼه نوایا ګزیتا وخت نا وخت د چېچنیا د مشر رمضان قدیروف له لوري د سترو تېریو، شکنجې او اعدامونو رپوټونه خپروي.

د نوایا ګزیتا رپوټونه وايي چې رمضان قدیروف پر بشري حقونو داسې تېري د هغو پولیسو او ملېشه ځواکونو په مرسته کوي چې دی یې مشري کوي.

خو د چېچنیا مشر رمضان قدیروف داسې ټول رپوټونه رد کړي دي.

دا لا نه ده څرګنده چې په اروپا کې د بشري حقونود ملاتړ سازمانونه به له چېچنیا،د یوشمېر مېندو ورغلي لیک ته څه ډول ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG