د امریکا په کليفورنيا ايالت کې به يو ښار يوې مسلمانې ښځې ته
۸۵۰۰۰ ډالره جریمه ورکوي ځکه دا وايي پولیسو په زوره خپل پوړني ايسته کولو ته اړ ايستله.
د امريکا د اسلامي اړيکو شورا د پنجشنبې په ورځ په يوه بيان کې اعلان وکړ چې د کليفورنيا ايالت به هغې مسلمانې ښځې ته ۸۵۰۰۰ ډالره جريمه ورکوي چې ويلي يې وو پوليسو د دې له خوښې پرته اړه کړه چې خپل پوړنی لېري کړي.
د حقونو دغې ادارې د مسلمانې امريکايي کريسټي پاول په استازيتوب د لانګ بيچ ښار پر وړاندي شکايت ثبت کړ چې ګواکي پوليس افسرانو په زوره دا اړ ايسته چې د نورو پوليسو مخې ته خپل پوړنی له سره لېري کړي.
دا هغه مهال چې دا د ترافيکو په يوه پېښه کې د ۲۰۱۵میلادي کال په مې مياشت کې نيول شوې وه.
مېرمن پاول يوه افريقايي امریکايي مسلمانه ده چې يوه شپه يې د پوليسو په توقيف کې تېره کړې وه.
دې ويلي وو چې له دې تجربې څخه دا خورا اغېزمنه شوه.
د امریکا د اسلامي اړيکو شورا وويل چې د لانګ بيچ ښار چارواکو د تېرې سې شنبې په ورځ د دې پرېکړې په اړه رايې ورکړې.
د مېرمن پاول له شکايت وروسته د لانګ بيچ ښار د پولیسو ادارې خپله هغه پالیسي بدله کړه چې له مخې يې توقيف شوي کسان مذهبي نښانونه يا شيان نشي اغوستلای.
د څارنوال مرستيال مانت ماچيت لاس انجليس ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د نوي پالیسۍ له مخې پولیس کولای شي د توقيف شوي ښځې پوړنی په هغه صورت کې لېري کړي چې افسرانو ته تهدید متوجه وي او دا کار به د یوې بلې ښځينه پولیسې له خوا کېږي چې سړي به يې نه ويني.