د لاسرسي لېنکونه

د بخښنې نړیوال سازمان د ۷۶کلن کرامیتوف د خوشې کولو غوښتنه کړې


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشل د روسيې تر کنټرول لاندې کریمیا پر چارواکو غږ کړی چې ۷۶ کلن تاتار فعال په سمدستي ډول له بنده خوشې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان نن په یوې اعلامیه کې ویلي زنداني فعال سرور کرامیتوف یو عقیدتي بندي دی چې د عصبي فلج په ناروغۍ اخته دی.

د کریمیا چارواکو کرامیتوف د روانې اګست میاشت په اتمه نېټه هغه مهال ونیو چې نوموړي په مرکز سیمفوریپول کې د یوه تاتار مشر د محاکمې پر ضد مظاهره کوله.

سرور کرامیتوف د پولیسو له امر څخه د سرغړونې په قضیه کې په لس کاله بنده او لس زره روبل محکوم شوی دی.

د بشري حقونو نړیوالو او لویدیځو ډلو پر روسيې انتقادونه کړي دی چې په کریمیا کې د تاتار اقلیت پر وړاندې ناوړه چلند کوي.

XS
SM
MD
LG