د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

په هرات کې د انګورو کلنی جشن پيل شو


په هرات ولایت کې د پنجشنبې په ورځ د انګورو کلنی جشن پیل شو.

څه د پاسه یو سل او دېرش ډوله انګور چې ټول د هرات له مختلفو سیمو دي ،په دې جشن کې نندارې ته اېښودل شوی دي.

د انګورو د جشن تنظیمونکي وايي، د دې جشن هدف د باغ لرونکو او کروند ګرو هڅول او له هغوی څخه ملاتړ جلبول دي:

"په دې جشن کې چې کوم انګور نندارې ته اېښودل شوي دي ۱۳۵ ډوله دي چې زموږ په تحقیقاتي فارم کې کېږي، دلته اېښودل شوي انګور اکثره د هرات له مشهورو انګورو څخه دي"

د هرات مقامات او د کرنې وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د هرات انګورو ته په سیمه اییزه او نړیواله سطحه مارکېټونه پیدا کړي.

دا چارواکي هیله من دي چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز په فعالېدو سره به بهر نړۍ ته د هرات ولایت د انګورو صاداراتو ته زمینه برابره شي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي، ټولو دولتي ادارو او تالارونو ته يې رسمي مکتوب استولی چې په هر ډول مناسبتونو کې له وطني مېوو نه استفاده وکړي.

محمد اصف رحیمي
محمد اصف رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د سوداګرۍ د خونې لخوا ټولو تالارونو او رستورانتونو ته جدي مکتوب صادر شوی چې له بهرنیو مېوو استفاده ونه کړي، په داسې وخت کې چې موږ په خپل هرات کې ډېرې ښې مېوې لرو د خارجي مېوو استعمال ته اړتیا نشته او دا موضوع په جدیت تعقیبوو."

د افغانستان د کرنې د وزارت په وینا د ټول هېواد په سطحه تر ټولو ښه کیفیت لرونکي او زیات انګور په هرات ولایت کې کېږي.

XS
SM
MD
LG