د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۴

اجرائيه رياست: کابینه کې د تغيراتو په خاطر خبرې روانې دي


د افغان حکومت اجرائيه رياست وايي، په کابینه کې د تغيراتو په خاطر د حکومت د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

د اجرائيه ریاست وياند جاويد فیصل نن یوه خبري کنفرانس ته وويل، د فوايد عامه، اقتصاد او مخابراتو وزيران تېره اوونۍ د حکومت له‎خوا معرفي شول.

دی وايي:

"د کابینې بشپړه کول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی. موږ د تيرې اوونۍ پر مهال درې وزيران او نور سرپرست وزيران معرفي کړل. موږ هيله لرو چې په دې برخه کې به پارلمان له موږ سره همکاري وکړي او معرفي شوېو وزير صاحبانو ته به د اعتماد رأيې ورکړي."

ښاغلي فيصل هيله څرګنده کړه چې د دغو وزيرانو له معرفي وروسته به ولسي جرګې دوی ته د اعتماد رأيې ورکړي.

XS
SM
MD
LG