د لاسرسي لېنکونه

حسن روحاني دوه ښځې د خپلو مرستیالانو په توګه ونومولې


د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون دوه ښځې د خپلو مرستیالانو په توګه ونومولې.

روحاني تر دې یوه ورځ وړاندې د خپلې ۱۸ کسیزه کابینې لېست چې یوه ښځه هم په کې کوم وزارت ته نه ده نومول شوې، د دې هېواد پارلمان ته وړاندې کړ.

د حسن روحاني د دفتر ویب پاڼې ویلي، معصومه ابتکار د کورني او ښځو په چارو کې او لایا جنیدي په قانوني چارو کې د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلي دي.

د ایران د ولسمشر له خوا د مرستیالانو په توګه ټاکل کیدونکي اشخاص د پارلمان منظورۍ ته اړتیا نه لري.

د ایران پارلمان به راتلونکې اوونۍ د حسن روحاني پر نوي کابینه بحث او نومول شوو وزیرانو ته د رأيې ورکولو لړۍ ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG