د لاسرسي لېنکونه

د بګرام هوايي اډې مخته نامعلومو وسله والو دوه مېرمنې ووژلې


د بګرام هوايي اډې مخته پرون د نامعلومو وسله‎والو په ډزو کې دوه مېرمنې ووژل شوې او دوه نورې ژوبل دي.

د بګرام ولسوال عبد الشکور صبوري ازادي راډیو ته وویل، دې مېرمنو د بګرام اډې په لومړې دروازه کې د تالاشۍ دنده درلوده.

دی وايي:

"دوی امنیتي کارکوونکي وو، یوه نیمه بجه بازار ته راوتلي وو چې څه شی واخلي. په همدې وخت کې دوه کسان چې مخونه يې پټ او په موټر سایکل سپاره وو د کلاشینکوف په‎واسطه پر دې مېرمنو ډزې وکړې."

روغتیايي سرچینو ویلي چې له دوو ټپي شویو مېرمنو څخه د یوې وضعیت نازک دی.

په دې برید کې یوې ټپې شوې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل چې څو ځله دوی ته خبرداری ورکړل شوی و او دوی دا موضوع له پولیسو سره هم شریکه کړې وه خو پولیسو کوم اقدام ونه‎کړ.

تراوسه کومې ډلې د بګرام د پرونۍ حملې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG