د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۱

د لوګر ولایت په محمداغه کې د ماین یوې چاودنې ۴ کسان ووژل


د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې پرون د ماین یوې چاودنې څلور کسان ووژل.

د لوګر د والي ویاند میر حیدر سیلاب ازادي رادیو ته وویل، دا چاودنه پرون مازدیګر د محمداغې په ده نو سیمه کې شوې ده او وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

تر اوسه چا د لوګر د پرونۍ چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخېستی.

د محمداغې اوسیدونکي وايي، دا ولسوالي د کابل په ۳۵ کیلو متری کې پرته ده خو په دې وروستیو کې جګړو، چاودونو او د وسله‎والو فعالیتونو د لوګر په ناامنه ترینه سیمه بدله کړې ده.

XS
SM
MD
LG