د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

دينور پوسټ: جنرال جان کېلي افغانستان نه دى هېر کړى


دينور پوست (Denver Post):

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې دي دينور پوست په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: ”امريکا افغانستان هېر کړى، خو جنرال جان کېلې نه دى هېر کړى“

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، افغانستان ښايي د امريکايانو له پامه لوېدلى وي، خو د سپينې ماڼۍ د دفتر نوي رئيس جنرال جان ايف کېلې چې په دې جګړه کې يې زوى هم وژل شوى، افغانستان نه هېروي.

دي دينور پوست زياتوي، اوس که جنرال کېلې وغواړي، کولاى شي افغانستان يو وار بيا د پوهاوي او بحثونو محراق ته راولي چې دغسې په کار هم ده.

په ليکنه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره په افغانستان کې د امريکا د تېرو شپاړسو کلونو هڅو، افغانستان ته د اضافي سرتېرو لېږلو او د افغان قواوو پوځي روزنې ته اشاره شوې ده.

دي دينور پوست ورځپاڼې په ليکنه کې دغه راز د تېرو شپاړسو کلونو ناامنيو ته هم پام اړول شوى او زياتوي، امريکايان اوس د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ناامنيو ته پام نه اړوي، خو دا جګړه اوس په يوه ګرانبيه، ترخه او مصيبت پاروونکيواقعيت بدله شوې ده.

په ليکنه کې راغلي، ايران او روسيه هڅه کوي د وسله والو طالبانو په ملاتړ سره په افغانستان کې د امريکا هڅې کمزوري کړي. د ليکنې په حواله دغه دوه هېوادونه د امريکا پرضد هغه څه کوي، چې په اتيايمه لسيزه کې پخواني شوروي اتحاد ترسره کول.

دي دينور پوست بېرته د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دفتر رئيس جنرال کېلې ته راګرځي او زياتوي، د افغانستان د بشري زيانونو اندازه لويه وه او جنرال کېلې چې يو زوى يې په دې جګړه کې وژل شوى، دغه انساني بها ښه درک کولاى شي.

د امريکا د دفتر د رئيس زوى لومړى بريدمن رابرت کېلې په ٢٠١٠م کال کې په افغانستان کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د ليکنې په وروستيو کې راغلي، د افغانستان جګړې ته د جنرال کېلې پاملرنه کولاى شي، د امريکايانو پام بيا دغې هېرې جګړې ته واړوي، خو په دې جګړه کې بريا بېخي بله موضوع ده.

ديلي بيست:

په داسې حال کې چې دي دينور پوست ورځپاڼې د افغانستان جګړې ته د امريکايانو د پام اړونې په باب ليکنه خپره کړې، ديلي بيست ورځپاڼې د افغانستان جګړې ته د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ د پام اړونې په باب ليکنه خپره کړې ده.

د مقالې په لومړيو کې راغلي، سپينه ماڼۍ د افغانستان د شپاړلس کلنې جګړې د درېدلي حالت د ماتولو لپاره د دې جګړې د عمده برخې پر خصوصي کولو غور کوي.

د ليکنې په حواله، د بلک واټر په نوم د خصوصي امنيتي شرکت موسس ايريک پرينس افغانستان ته د ٥٥٠٠ خصوصي قرارداديانو د لېږلو پېشنهاد کړى، چې د افغان جنګي قواوو په سلا مشوره کې برخه واخلي او د همدغه شرکت ٩٠ خصوصي جنګي الوتکې يې ملاتړ وکړي.

د ډيلي بيست په مقاله کې راغلي، که څه هم د سپينې ماڼۍ چارواکي د ايريک پرينس پر دغه پېشنهاد غور کوي، خو د امريکا د ملي امنيت سلاکار ايچ آر مکمستر او دفاع وزير جيمز ماتيس دغه پېشنهاد رد کړى دى.

XS
SM
MD
LG