د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

هراتیان سږکال د خپلواکۍ کالیزه د تر ټولو لوی بیرغ په جوړولو لمانځي


هرات ولایت سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د استرداد کالیزه د تېرو کلونو په مقایسه په بېل ډول او شانداره توګه لمانځي.

د هرات ټولنیزې او ورزشي ټولنې او فعالان د دې لپاره له افغان امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ یو میلیون لاسلیکونه راټولوي او د افغانستان تر ټولو لوی بیرغ جوړوي.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دوی په پام کې لري چې په خپل نوښت سره یوه ملي حماسه جوړه کړي.

فرهاد زیاتوي:

"دا پروګرام رسماً پر هغې ټوټې د هرات د والي په لاسلیک سره چې ټاکل شوې ده، ترې د افغانستان تر ټولو لوی بیرغ جوړ شي، پیل شو. موږ هیله‌مند یو چې په راتلونکو لسو ورځو کې پر دې ټوټه د هرات د یو میلیون اوسېدونکو لاسلیکونه راټول کړو او یوه ملي حماسه جوړه کړو."

د هرات والي محمد اصف رحیمي چې دا پروسه‌يې پیل کړې ده د هرات له ځوانانو، ښځو، دیني عالمانو، روحانیونو، ټولنیزو فعالانو او ملي سوداګرو غوښتي چې له دې پروګرام سره یوځای شي.

په همدې حال کې د هرات د ځوانو روڼ اندو بنسټ او د ازهر ټولنیزې مؤسسې اعلان کړی دی چې د اسد د ۲۸مې په مناسبت به زر کسانو ته د کار روزګار زمینه برابروي.

د ځوانو روشنفکرانو د ټولنیزې اتحاديې رئیس عبد الرازق قاریزاده ازادي راډیو ته وویل، دوی د ملي یووالي او اتحاد لپاره یو لوی پروګرام ترتیب کړی دی.

دی وايي:

"د ازهر روزنیزه مؤسسه او دغه‌راز د ځوانو روشنفکرانو ټولنیز بنسټ د زرو ځوانانو لپاره د ظرفیت جوړونې په برخه کې د وړیا کورسونو د جوړولو لپاره چمتووالی نیولی دی."

هرات چې ځانګړي کلتوري او تاریخي اهمیت لري او د دې ولایت ګاونډ کې پراته غور، فراه او هلمند ولایتونه په دې وروستیو کې د چاودنو او شدیدو جګړو شاهد دي.

په هرات کې وروستۍ لویه او خونړۍ حمله د دې ښار پر یوه جومات وشوه چې لسګونه کسان په‌کې ووژل شول.

داعش یا د اسلامي دولت په نامه ډلې د هرات ښار پر جوادیه جومات د دې برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG