د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۹

دانش: کابل کې انتحاري حمله کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په بنې حصار سېمه کې یو انتحاري حمله کوونکی خپل هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه انتحاري حمله کوونکی نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا له پیژندلو وروسته په نښه شوی.

نوموړي وویل چې په دې پېښه کې یوازې انتحاري حمله کوونکی وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې تر اوسه د انتحاري حمله کوونکي هدف مشخص شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG