د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د پاکستان ملتان کې ورور په ناموسي قضیه کې خپله خور او د هغې خاوند ووژل


د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې د ناموسي وژنې په یوې تازه پېښه کې ځوان ورور خپله خور او د هغې خاوند د خوښې واده کولو له امله په ډزو ووژل.

د راپورونو له مخې، د پنجاب صوبې د راجن پور سیمې اوسېدنکې کلثوم څه موده مخکې په خپله خوښه له رفاقت علي سره واده کړی و چې بیا وروسته د کلثوم کورنۍ د هغې پر خاوند تور ولګاوه چې هغه‌یې تښتولې او د هغه پر ضد یې په محکمه کې د انسان تښتونې مقدمه درج کړه.

خو کله چې نوموړې د سې شنبې په ورځ له خپل خاوند سره یوځای د ملتان سیمه‌ییزې محکمې ته د مقدمې د اورېدنې لپاره روان و، نو ورور یې "ذوالقرنین" د محکمې په دروازه کې پرې ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې کلثوم ځای پر ځای مړه او رفاقت علي او یو قاضي ټپیان شول.

که څه هم پولیس وايي چې د پېښې دواړه ټپیان‌یې د درملنې لپاره د ملتان نشتر روغتون ته یووړل، خو زیاتوي چې رفاقت علي روغتون ته له رسېدو سره سم د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه او ټپي قاضي لاهم په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

پولیس چارواکي دا پېښه ناموسي وژنې بولي او وايي چې د کلثوم ورور ذوالقرنین‌یې له وسلې سره یوځای نیولی دی.

۱۷ کلن ذوالقرنین د خپل خور او د هغې د خاوند تر وژلو وروسته د ملتان د سیمه‌ییزې محکمې په احاطه کې له رسنیو سره په خبرو کې په خپلې کړنې پښېماني ونه‌ښوده، بلکې ویې‌ویل، له ډېر وخته په دې لټه کې و چې هغه دواړه ووژني.

دی وايي:

"زما خور زموږ د کورنۍ د خوښې پر خلاف له دغه هلک سره واده کړی و، زه له ډېر وخته د دوی په لټه کې وم، نن مو موقع وموندله او دواړه مې ووژل او په دې کړنه مې پښېمانه نه‌یم."

دا په تېرو درېيو ورځو کې په پنجاب کې د ناموسي وژنو دوهمه پېښه ده.

تر دې دوه ورڅې مخکې "د یکشنبې په ورځ" د لاهور په "شامکي بهټیا" نومې سیمه کې یوه خاوند د خپلې مېرمنې سر له دې امله غوځ کړی او هغه‌یې په بې‌رحمۍ وژلې وه چې د هغه له خوښې پرته‌یې په یوه کارخانه کې دنده کوله.

په پاکستان کې د ناموسي وژنو دا لومړۍ پېښې نه‌دي، بلکې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې کېږي چې تر دې دمه په‌کې سلګونه نجونې او ځوانان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بشري حقونو فعالان او په دې هېواد کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي ادارې په پاکستان کې مشکوکې ناموسي وژنې غندلي او له حکومته‌یې بیا-بیا غوښتي چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG