د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۵۹

عراقي ملېشه: په یوه برید کې تر ۳۰ زیات مخالف وسله وال وژل شوي


د عراقي ملېشو یوې ډلې ویلي، د سوریې پولې ته نېږدې یې پر مورچلونو حمله کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د کتیب سید الشهدا په نوم دا ملېشې، د عراق د حکومت پلوي ولسي ځواکونو یوه برخه ده چې ایران یې ملاتړ کوي.

دې ډلې پرون سې شنبه وویل چې په دې حمله کې یې تر ۳۰ زیات جنګیالي وژل شوي او نېږدې ۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د عراقې ملېشو دې ډلې ویلي چې حمله پرې د امریکا یوې الوتکې کړې او زیاته کړې یې ده چې بې عکس العمله به پاتې نه شي.

خو د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ویلي، په دې حمله کې رول نه لري.

XS
SM
MD
LG