د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۸

ملګري ملتونه: د ونزوئلا ځواکونو تل حکومت ضد مظاهره کوونکي ځپلي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وایي، د ونزوئلا امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د ځپلو لپاره له حده زیات او په دوامداره توګه له خپل ځواکه کار اخیستی دی.

د دغو ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوي او د اپرېل له میاشتې راهیسې دغو ځواکونو په استبدادي ډول له پنځه زره زیات کسان توقیف کړي چې له زرو زیات‌یې تر اوسه زنداني دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د سې شنبې په ورځ د ونزوئلا له ولسمشر نیکولاس مادورو څخه وغوښتل چې د دې هېواد امنیتې ځواکونه کنټرول کړي او د تېریو او بدو چلندونو د ادعاو په اړه دې څېړنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین وایي، د حکومت لوړپوړي چارواکي له بشري حقونو د سرغړونو مسؤل دي.

ونزوئلا په اقتصادي او سیاسي بحران کې راګېره ده.

د حکومت پر ضد له پراخو مظاهرو وروسته چې څو میاشتې یې دوام وکړ، اوس د مظاهرو لړۍ په دې خاطر پراخه شوې چې ولسمشر مادورو غواړي، په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د راوستو له لارې خپل صلاحیتونه زیات او واکمن سوسیالیست ګوند ته زیات واک ورکړي.

XS
SM
MD
LG