د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۹

ویسا: یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ هېواد کې د سترو پروژو مخه نیسي


د کندهار والي وایي، یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ نه‌پرېږدي چې د ټاپي په څېر لویې پروژې په افغانستان کې عملي شي.

زلمي ویسا دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په کندهار کې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږدولو د پروژې په اړه د پوهاوي په یوه غونډه کې وکړې.

هغه د ټاپي د پروژې د امنیت د خوندي کولو لپاره د قومي مشرانو او د سیمه‌ییزو خلکو همکاري مهمه وبلله.

د غونډې ګډونوالو بیا په دې ټینګار وکړ چې په دغې ستره پروژه کې دې د سیمې خلک، په تېره بیا ځوانان په کارونو وګومارل شي.

د ګازو دغه ستره نل لیکه، د افغانستان د خاورې دننه د څو سوه کېلو مترو په اوږدوالي، د کندهار په ګډون د هرات، فراه او هلمند له ولایتونو تېرېږي.

XS
SM
MD
LG