د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

کندهار والي: ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د بنسټیزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي


د کندهار والي وايي، ځيني کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په هېواد کې د بنسټیزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي.

له ترکمنستانه تر هندوستانه د ګازو د نل ليکې غځولو پروژه یا ټاپي چې ۷۳۵ کېلومتره یې په افغانستان کې تېرېږي د عملي کار پر مهال يې امنيتي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د سې شنبې په ورځ د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې وویل چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د ورته بنسټیزو پروژو پر وړاندې خنډ جوړوي، خو د دغو خنډونو د ليري کولو او د ټاپي پروژې د امنيت ساتلو لپاره تر ټولو ښه لاره له قومي مشرانو او د سيمې د اوسېودونکو سره همغږي او مرسته غوښتنه ده.

زلمی ویسا
زلمی ویسا

نوموړي زیاته کړه:

"د دې پروژې لپاره زموږ د خارجي او داخلي دښمنانو د شومو اهدافو په دفعه کولو کې علماء، سپین ږیري، قومي مشران، مدني فعالان او رسنۍ مثبت نقش لوبولای شي."

په غونډه کې د کانونو او پطرولیم وزارت د پالیسي جوړونې مرستیال میراحمد جاوید سادات وویل، ټاپي پروژه به د هېواد د سیاسي امنيت په ټینګښت کې د پاموړ مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټاپي پروژه د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره یو خورا ښه اقتصادي فرصت دی، دا یوه ولس محوره پروژه ده چې په تطبیق کې یې ولس ته زیات رول ورکول کېږي."

ټاپي نقشه
ټاپي نقشه

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي او د ولایتي شورا غړي له حکومته غوښتنه کوي چې د یادې نل‌لیکې د غځولو د عملي کار د پیل پر مهال دې د اړوند سيمو اوسېدونکو ته د کار ورکولو لومړیتوب ورکړي.

ټاپي یا د ګازو د نل‌ليکي غځولو پروژه د ترکمنستان په خاوره کې تر ١٤٧ کېلومتره واټن وهلو وروسته، د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په ٧٣٥ کېلومتره فاصله کې تر پاکستانه غځېږي چې هلته بیا د کوټې له لارې پنجاب ايالت ته غځېږي او بیا په دغه هېواد کې تر ٨٠٠ کېلومتره مزل وروسته د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمې کې پاى ته رسېږي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG