د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۵۵

د روسیې یوې محکمې ازبکستان ته د علي فیروز د ایستلو پرېکړه ځنډولې


د روسیې یوې استېناف محکمې، له دغه هېواده ازبکستان ته د خبریال علي فیروز د جبري ایستلو پرېکړه وځنډوله.

علي فیروز چې اصلي نوم یې خدای بردي نورماتوف دی، د کډوالۍ د قوانینو د نقض په تور د روسیې یوې ابتدائیه محکمې له هېواده د وتلو امر ورته کړی و.

د استیناف محکمې قاضي اولګا پناکووا وویل، د بشري حقونو د اروپايي محکمې د پرېکړې په اساس چې د فیروز د ایستلو مسئله یې رد کړې ده، دی د قضیې تر څېړلو پورې په روسیه کې پاتې کېږي.

اخوا د علي فیروز مدافع وکیل دانیل خامووېچ له محکمې دباندې خبریالانو ته د استېناف محکمې د حکم په اړه خوښي وښوده او زیاته یې کړه:

"دا پرېکړه دا معنی لري چې خوشبختانه ازبکستان ته د ښاغلی نورماتوف جبري لېږل به تر سره نه شي، دا ډېره ښه خبره ده. "

نورماتوف چې مور یې روسۍ ده، په ۱۷ کلنۍ کې ازبکستان ته تللی و، خو هلته د امنیتي ځواکونو تر وهل ټکولو وروسته، روسیې ته تښتېدلی و.

اوس داسې وېره شته، که هغه بېرته واستول شي، وبه ځورول شي او یا به بندي کړای شي.

۶۰ زرو کسانو د هغه د جبري ایستلو د پرېکړې پر ضد انلاین لاسلیکونه ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG