د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۳

روحاني د خپلو کاندید وزیرانو نومونه پارلمان ته لېږلي


د ایران ولسمشر حسن روحاني د کاندید وزیرانو نومونه د دغه هېواد پارلمان ته واستول.

په مهمو وزارتونو کې بدلون نه‌دی راغلی او یوه ښځه هم د وزارت لپاره نه‌ده کاندید شوې.

د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د اطلاعاتو وزیر محمد علوي په خپل ځای پاتې دي.

د دفاع سرپرست وزیر هم په خپل ځای پاتې کېدونکی دی.

یوازې اتو وزارتونو ته چې په‌کې د پوهنې، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ، اقتصاد، کانونو او سوداګرۍ وزارتونه راځي، نوي کسان معرفي شوي دي.

حسن روحاني د روانې اوونۍ د پیل ورځو کې رسماً د دوهم دور لپاره د ایران د جمهور رئیس په توګه کار پیل کړ.

XS
SM
MD
LG