د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۸

د ووینام افغان لوبډلې نړیوالو سیالیو کې مډالونه خپل کړي


د افغانستان د ووینام ملي لوبډلې، د ووینام نړیوالو سیالیو په پنځم پړاو کې یو د سپینو زرو او درې د برنز مډالونه خپل کړل.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې محمد موسی حسیني د سپینو زرو او مجتبی محمدي، عظم‌الدین افضلي او احمد بلال سادات د برنزو مډالونه خپل کړل.

له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبغاړو، یوه روزنکي او یوه مدیر ګډون کړی و.

د ووینام سیالیو په پنځم پړاو لوبو کې د ۲۴ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د هند په کوربه‌توب، د روان ميلادي کال د اګست په ۴مه پیل شوې او د همدې میاشتې په ۷مه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG