د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۹

د ترکیې ساحلي ښار "بودروم" یوې زلزلې ولړزاوه


د ترکیې ساحلي ښار بودروم د ۵،۳ درجې په ځواک یوې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي، د زلزلې مرکز له بودروم ښاره ۱۴ کېلو متره لیرې و، خو چاته د تلفاتو د اوښتو راپورونه نه‌شته.

د ترکیې د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي چې زلزله په محلي وخت د سهار په ۱۱ بجو وشوه.

بودروم د ترکیې یو مشهور ساحلي ښار دی چې ګڼ ترکان او بهرنیان د تفرېح لپاره ورځي.

دوه میاشتې مخکې هم یوې زلزلې چې مرکز یې د سمندر په منځ کې تشخیص شوی و، د ترکیې ازمیر او د یونان لېسبوس ټاپو ولړزوله چې د ځینو کورونو په ړنګولو سربېره‌یې په ترکیه کې یو تن وواژه.

XS
SM
MD
LG