د لاسرسي لېنکونه

روسيې ازبکستان ته د خبریال فیروز د جبري ایستلو پرېکړه وځنډوله


د روسیې یوې استېناف محکمې له دغه هېواد نه ازبکستان ته د خبریال علي فیروز د جبري ایستلو پرېکړه وځنډوله.

علي فیروز چې اصلي نوم‌یې خدای بردي نورماتوف دی د کډوالۍ قوانینو د نقض په تور د روسیې یوې ابتدائیه محکمې له هېواده د وتلو امر ورته کړی و.

د استېناف محکمې قاضي اولګا پناکووا وویل، د بشري حقونو د اروپايي محکمې د پرېکړې پر اساس چې د فیروز د ایستلو مسئله‌یې رد کړې ده دی د قضیې تر څېړلو پورې په روسیه کې پاتې کېږي.

اخوا د علي فیروز مدافع وکیل دانیل خاموویچ له محکمې دباندې خبریالانو ته د استېناف محکمې د حکم په اړه خوښي وښوده.

ده وویل:

"دا پرېکړه دا معنی لري چې خوشبختانه ازبکستان ته د ښاغلي نورماتوف جبري لېږل به ترسره نه‌شي. دا ډېره ښه خبره ده."

نورماتوف چې مور یې روسۍ ده په ۱۷ کلنۍ کې ازبکستان ته تللی و، خو هلته د امنیتي ځواکونو تر وهل ټکولو وروسته روسیې ته تښتېدلی و.

اوس داسې وېره شته که هغه بېرته واستول شي وبه ځورول شي او یا به بندي کړای شي.

۶۰ زرو کسانو د هغه د جبري ایستلو د پرېکړې پر ضد انلاین لاسلیکونه ورکړي و.

XS
SM
MD
LG