د لاسرسي لېنکونه

مسؤلین: په کابل کې ډېر ژر د بدن د ښکلا سیالۍ پیلېږي


مسؤلین وایي، په پام کې ده چې په کابل کې ډېر ژر د بدن د ښکلا سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي لوبډلې روزونکي نصرت‌الله انصاري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه غوره لوبغاړي ګډون کوي.

نوموړی وايي چې دغه سیالۍ د بدن د ښکلا، اتلتیک او د فتنس په برخه کې ترسره کېږي.

په کابل کې د بدن ښکلا سیالۍ د روان لمریز کال د اسد په ۲۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې دوام کوي.

د کابل د بدن ښکلا له سیالیو څلور ورځې وروسته، د دغې برخې لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې د ګډون به هدف د کوریا په لور روانېږي

XS
SM
MD
LG