د لاسرسي لېنکونه

سالم: د کابل په پایکوب نصوار سیمه کې د ۵ وژل شویو ماشومانو عاملین ونیول شول


د کابل پولیسو د پنځه ماشومانو د وژلو په تور دوه تنه ونیول.

د کابل پولیسو وروسته له اتو ورځو د یوې کورنۍ د پنځو وژل شویو ماشومانو د وژنې په تور دوه تورن کسان ونیول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو د څېړنې رئیس محمد سالم الماس د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له نېکه مرغه د کابل پولیس د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وتوانېدل چې د قضیې یو تن اصلي فاعل د شعیب په نوم په ۱۰مه ناحیه کې ونیسي او د پېښې دوهم تورن د علي په نوم تېره شپه اته نیمې بجې په ۱۶مه ناحیه کې نیول شوی دی."

شااوخوا اته ورځې مخکې د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې د پایکوب نصوار په نوم سېمه کې پنځه ماشومان چې عمرونه‌یې له څلورو کلونو نیولې تر ۱۴ کلونو پورې وو په مرموز ډول ووژل شول.

په لومړیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې دغه ماشومان د برېښنا د مزو د شاټ کېدلو او یا هم په کور کې د اور لګېدلو له امله وژل شوي دي.

شعیب چې اوس د پولیسو په ولکه کې دی او د وژل شویو ماشومانو د پلار خوریې دی، ازادي راډیو سره‌یې په خبرو کې اعتراف وکړ چې دغه ماشومان‌یې وژلي دي.

د شعیب په خبره، ده خپل د ماما له لور سره مینه لرله او په دې دلیل چې د ماما لور یې له بل هلک سره روابط لرل، نو ده تصمیم ونیوه چې هغه ووژني.

دی کیسه کوي چې یاد پنځه ماشومان‌یې څه ډول ووژل:

"کله چې کور ته ننوتلم هنګامه مې ولیده، هغې چې کله ولیدم وارخطا شوه او عکس‌العمل‌یې وښود هغې ترښځ راواخیسته چې ما ووهي، کله چې یې ترښځ پورته کړ چې ما پرې ووهي ما ورڅخه ترښځ واخیست او بېرته مې هغه په سر ووهله او په ځمکه ولوېدله، کله‌یې چې بلې خور زما په لور رامنډه کړه هغه مې هم په ترښځ ووهله او هغه هم په ځمکه وغورځېده، ترښځ مې نور په ځمکه وغورځاوه او بله خور او ورور مې ورته په سوکانو ووهل چې په ځمکه ولوېدل او نور یې ټکان نه‌خوړه، نه‌پوهېږم چې ژوندۍ به وه که مړه؟ له وړاندې مې تېل اخیستي و چې کور ته‌یې اور ورته کړم، لاړم پس‎خانې ته، خور او ورور مې هم هلته کش کړل او اور مې ورته واچوه چې زما پښه هم په‎کې وسوځېده ،ځکه چې زما په پښه هم تېل توی شوي وو."

د وژل شویو ماشومانو پلار د کابل د پولیسو هلې ځلې وستایلې او له عدلي او قضایي ارګانونو یې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملینو ته د اعدام سزا ورکړل شي.

دی وايي:

"یو بل زوی مې په فرانسه کې دی، یونیم کال کېږي چې نه‎دی قبول شوی، که حکومت له موږ سره یوه مرسته وکړي ما او زما مېرمن که امکان‌یې وي خپل زوی ته ولېږي چې د خپل مشر زوی تر بیرغ لاندې ژوند وکړو."

وبه لیدل شي چې عدلي او قضایي بنسټونه د یادې پېښې له عاملینو سره څه چلند کوي.

په کابل کې تر دې مخکې هم د ماشومانو د وژنو یو شمېر ورته پېښې رامنځته شوې دي.

اباسین یو له هغو ماشومانو څخه و چې تېر کال د یو شمېر اختطاف کوونکو له‎خوا وتښتول شو او وروسته بيا په بې‌رحمۍ سره ووژل شو.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG