د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۳۰

مسؤلین: په خوست کې د چرګانو کلیوالي فارمونه معیاري کېږي


د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، که څه هم د یاد ولایت له ۴۰۰ څخه په ډېرو فارمونو کې په کافي اندازه د غوښنو چرګانو تولید موجود دی، خو په ښار کې تر ۱۵ متریک ټنو پورې نورې غوښې ته اړتیا ده.

د خوست د کرنې رئيس سمیع‌الله نصرت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، په دې وروستیو کې په خوست کې د کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروګرام «CARD-F» په چوکاټ کې د چرګوړو ۲۰ معیاري فارمونه جوړ شوي، خو د دوی اداره په دې هڅه کې ده، تر څو پاتې فارمونه هم چې خلکو په عنعنوي ډول جوړ کړي، معیاري کړي.

ده زیاته کړه، اوس په یاد ولایت کې د چرګوړو تولید اووه لکو چرګوړو ته رسېږي، خو که چېرې هلته د چرګانو کلیوالي فارمونه معیاري شي، نو تولید او عواید به‌يې زیات شي او همدارنګه د چرګانو د ساري او موسمي ناروغیو مخه به هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG