د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۴

هالنډ له افغان ځواکونو سره ۳ سوه میلیونه ډالره مرسته کوي


هالنډ وايي، په راتلونکو څلورو کلونو کې به له افغان ځواکونو سره درې سوه میلیونه ډالره مرسته وکړي.

په کابل کې د هالنډ سفیر جفری فان لئون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه پیسې به په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره مصرف شي.

ښاغلی لئون وايي:

"د راتلونکو څلورو کلونو لپاره موږ له افغان ځواکونو سره شااوخوا درې سوه میلیونه ډالره مرستې ته ژمن یو، او په تېرو ۱۵ کلونو کې موږ شااوخوا دوه میلیارده ډالره مرستې کړي چې ډېره برخه‌یې په ارزګان، کندز او د هېواد په نورو سیمو کې کې مصرف شوې ده."

هالنډ د افغانستان شمالي ولایت بلخ کې د قاطع ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شااوخوا ۱۰۰ سرتېري لري.

XS
SM
MD
LG