د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۴

مسؤلین: سږ کال د ننګرهار د کرنیزو توکو صادرات ډېر شوي


د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، سږ کال په ټوله‌ییز ډول د دغه ولایت د کرنیزو توکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې امر شمس‌الحق مجاهد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کال له پیل راهیسې تر اوسه د درې لکه ۷۷ زره ۵۲ ډالرو په ارزښت ۴۱۳۴ ټنه سبزي پاکستان او ایران ته صادره شوې ده.

دغه‌شان د اته لکه ۱۷ زره ۵۲ ډالرو په ارزښت، ۳۸۵۰ ټنه تازه مېوه پاکستان ته صادره شوې ده.

مجاهد وايي، په ننګرهار کې د سبزیو او مېوو د بسته بندۍ په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي او باید په دغه ولایت کې د ښو صادراتو په هدف، بزګرانو ته د بسته بندۍ په اړه روزنه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG