د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۳

مالیې وزارت: تمه ده چې روان کال تر نورو ډېر عواید تر لاسه شي


د افغانستان د ماليې وزارت تمه لري چې روان کال تر بل هر کال زیات عواید تر لاسه شي.

د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره ۱۵۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی دی.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه:

"سږ کال هم زموږ لپاره ټاکل شوی هدف شااوخوا ۱۵۲ میلیارده افغانۍ دی، خو زموږ هڅه دا ده چې د کال تر پایه یعنې د قوس تر ۳۰مې نېټې پورې، زموږ د ملي عوایدو ګراف د تېرو کلونو په پرتله په بې‌ساري ډول لوړ شي."

دا هدف په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۱۱۴ ميلیارده افغانۍ او تېر کال بیا ۱۳۲ میلیارده افغانۍ و چې حکومت په یادو کلونو کې له ټاکلې اندازې ډېر عواید راټول کړي دي.

د کابل ښار یو شمېر دوکاندارانو د حکومت د دې اقداماتو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د مالیاتو تر شدید فشار لاندې دي.

XS
SM
MD
LG