د لاسرسي لېنکونه

د ژغورنې ډلې: تېر یوه اوونۍ کې د اوکراین ۹۹ کسان ډوب شوي


د ژغورنې ډلې وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په اوکراین کې لږ تر لږه ۹۹ کسان په سیندونو، جهیلونو او تور سمندر کې ډوب شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو حالاتو کمېټې پرون په یوې اعلامیه کې وویل، ډوب شوي هغه کسان وو چې د هوا د زیات ګرموالي له امله‌يې سیندونو او سمندر ته مخه کړې وه.

اوکرایني چارواکي وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۸۵ ته لوړ شوی چې په دې ډله کې ۷۰ ماشومان هم شامل دي.

په اوکراین کې په تېره اوونۍ کې د هوا د تودوخي درجه د ۳۰ او ۳۵ ترمنځ ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG