د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۱۴

ایران وايي، داعش پورې تړلي ۲۷ وسله‌وال‌يې نیولي دي


ایران وايي، داعش پورې تړلي ۲۷ وسله‎وال‌يې نیولي دي چې په دې هېواد کې يې د ترورېستي بریدونو پلان درلود.

د ایران استخباراتي چارواکو پرون وویل، دا کسان‌يې د سیمې د یوه هېواد د استخباراتو سره د معلوماتو د تبادلې په لړ کې پېژندلي دي.

ایراني چارواکو نه د سیمې د دې هېواد نوم اخیستی او نه‌يې هم دا ویلي چې دا کسان‌يې کله نیولي دي.

د ایران استخبارات وايي، د ۲۷ کسانو له ډلې څخه ۱۰ تنه له ایران څخه بهر نیول شوي چې بیا دې هېواد ته راوړل شوي او ۱۷ نور د ایران په داخل کې نیول شوي دي.

داعش ډلې په تېر جون میاشت کې په تهران کې د ایران پر پارلمان او د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي ایت‌الله خمیني پر مزار د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG