د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار خوګیاڼو کې وسله‌والو سره نښته کې یو سرتېری وژل شوی


د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت ضد وسله‌والو ترمنځ په یوې نښته کې یو افغان سرتېری او دوه وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وویل، په دې نښته کې چې د دوشنبې په ورځ د خوګیاڼو په حکیم‌اباد سیمه کې وشوه د وسله‌والو یو مخکښ قوماندان نعمت‌الله چې مشهور په زرقاوي و او یو بل وسله‌وال وژل شوی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، یو افغان سرتېری هم په دې جګړه کې وژل شوی دی.

طالبانو او یا د دولت کومې بلې مخالفې وسله‎والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د ننګرهار د خوګیاڼو او یو شمېر نورې ولسوالۍ په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدې وې.

XS
SM
MD
LG