د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۳

غني سره په خبرو کې د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه د عباسي څرګندونې


د پاکستان نوی صدراعظم وايي، له افغانستان سره به په ګډه د ترورېزم پر ضد مبارزه وکړي.

شاهد خاقان عباسي دا خبره له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني تماس کې وکړه.

د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون په یوې اعلامیه کې وویل، عباسي له ولسمشر غني سره په خبرو کې ترورېزم د سیمې لپاره یو ګډ ګواښ وباله او ټینګار يې وکړ چې کابل او اسلام‎اباد باید په ګډه د دې پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره کار وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان صدراعظم او د افغانستان ولسمشر پرېکړه وکړه چې په سیمه کې د انرژۍ په برخه کې د پرتو ستونزو او د اقتصادي پرمختګونو پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو لپاره به دواړه هېوادونه له یو بل سره همکاري کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني شاهد خاقان عباسي ته د پاکستان د صدراعظم په توګه د هغه د ټاکل کېدو مبارکي وویلې او په پاکستان کې يې په سوله‎ییز ډول د واک انتقال د دې هېواد د ډموکراسۍ لپاره ګټور وباله.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د دوشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې خبریالانو ته وویل، هېواد يې په افغانستان کې د اقتصادي ثبات غوښتونکی دی او د همدې لپاره به د افغانستان د سولې او ثبات په هڅو کې همکاریو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا


پاکستاني چارواکو په داسې وخت کې د افغانستان د سولې او ثبات له هڅو سره د خپلې همکارۍ خبره کړې ده چې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګ‎لاره باید بدله شي.

د جنرال اچ. ار مک‎مسټر په وینا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډاګه کړې ده چې د هغو خلکو تګ‎لاره باید بدله شي چې د طالبانو او حقاني شبکې په شان ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابروي او ترې ملاتړ کوي.

مک‎مسټر ویلي، پاکستان د ترورېستي ډلو پر ضد مبارزه کړې ده، خو په واقعیت کې اسلام‎اباد په دې برخه کې انتخابي عمل کړی دی.

XS
SM
MD
LG