ګڼ شمېر پښتنو لیکوالو، شاعرانو، ژورنالېستانو، مدني فعالانو او د ځینو سیاسي ګوندونو غړو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پاکستان د یوه شخصي ټلوېزیون "بول" او د هغه د کوربه عامر لیاقت حسین پر ضد وزیر قبایلو ته د سپکاوي له امله احتجاجي مظاهره وکړه.
دغه مظاهره د دوشنبې په ورځ د پېښور پرس کلب مخې ته وشوه چې ګډونوالو یې د "بول" ټلوېزیون پر خلاف شعارونه ورکول او د کوربه عامر لیاقت حسین د ګوښه کېدو غوښتنهیې کوله.
د راپورونو له مخې، د "بول" ټلوېزیون کوربه عامر لیاقت حسین تر هغې وروسته پهخپل پروګرام کې وزیر قبایلو ته سپکاوی وکړ او دا قومیې دوکهباز وباله چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې غړې عایشه ګلالۍ وزیر د دغه ګوند پر مشر عمران خان تور ولګاوه چې هغې تهیې غیر اخلاقي ټیلیفوني پیغامونه کړي دي.
که څه هم عامر لیاقت حسین د شنبې په ورځ د همدې "بول" ټلوېزیون په یوه پروګرام کې د وزیر قوم پر ضد د سپکو ټکو په کارولو پښېماني وښوده، خو په پېښور کې مظاهره کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې پر عامر لیاقت دې په رسنیو کې ټولعمري بندیز ولګوي.
د مظاهرې یو تن ګډونوال قبایل مېشتی خبریال زاهد الله خان وزیر د ازاډي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې د عامر لیاقت حسین لهخوا د وزیر قوم سپکاوی د ټول پښتون قوم سپکاوی وباله او ويېویل چې یوازې د هغه بخښنه بسنه نهکوي، بلکې عامر لیاقت دې له دندې لیرې او په رسنیو کې د کار کولو ټول عمري بندیز دې پرې ولګېږي.
دی وايي:
"عامر لیاقت د تعصب کلمات استعمال کړي، د ده بخښنه غوښتل موږ کافي نهګڼو، بلکې د بول «CEO» مشر همدا شان پیمرا دې د هغه پر خلاف کوټلي اقدامات واخلي او هغه ته دې هغه سزا ورکړي چې د پیمرا د قانون مظابق یو داسې کس ته ورکول کېږي."
د دغه احتجاجي مظاهرې یوې ګډونوالې مدني فعالې ثناء اعجاز مظاهرې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د ټلوېزیون د کوربه بخښنه بسنه نهکوي، بلکې د یاد ټلوېزیون اداره دې وزیر قوم ته د سپکاوي له امله بخښنه وغواړي.
ده زیاته کړه:
"پښتنو وروڼو خویندو، که موږ نن راپانهڅېدو او د خپل حق او خپل قوم پوښتنه مو ونهکړه، نو ملنډې به همداسې په موږ وهل کېږي. عامر لیاقت نه پوښتنه په کار ده، زه وایم که معافي یې ونهشوه، نو بول ټلوېزیون دې یاد ساتي چې پښتانه داسې کمزوري نهدي، څنګهیې چې دوی ګني."
پر پېښور سربېره په اسلاماباد، مومند اېجنسۍ، بنو او یو شمېر نورو سیمو کې هم د"بول" ټلوېزیون پر ضد احتجاجي مظاهرې شوي او د وزیر قوم پر ضد یې د عامر لیاقت څرګندونې غندلې دي.
تر"بول"شخصي ټلوېزیون مخکې په تېر کوچني اختر کې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون په یوه مشاعره کې هم د جواد حسین په نامه یوه شاعر پښتون جاهل او بېتهذیبه قوم بللی و چې پر ضد یې د پېښور په ګډون په ټول ملک کې پراخې احتجاجي مظاهرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د پښتنو تر پراخو احتجاجونو وروسته په دولتي ټلوېزیون کې پر دغه شاعر ټول عمري بندیز ولګاوه او همدا شان د دې ډول پېښو د نهتکرارېدو ژمنهیې وکړه.
راپور: ذبیح مومند