د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۴

سعودي عربستان افغاني سرې میاشتې سره د ۱۵۰ ټنه خرماوو مرسته وکړه


په کابل کې د سعودي عربستان سفارت نن دوشنبه له افغاني سرې میاشتې سره د ۱۵۰ ټنو خرماوو مرسته وکړه.

د دغه سفارت شارژدافیر مشاري مزعل الحربي وویل، افغانستان د دوی تاریخي دوست دی او سربېره پر دې به له دغه هېواد سره د تعلیم، روغتیا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او داسې نورو برخو کې، د پخوا په شان مرستې جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا له افغانستان سره زموږ د کلنیو مرستو یوه برخه ده، په دې پروګرام کې ۱۵۰ ټنه خرما شامله ده، قیمت‌یې څه باندې یو میلیون سعودي ریالو ته رسېږي، دا له افغانستان سره زموږ د بشري مرستو لړۍ ده."

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې سرپرست رئیس میرویس اکرام د سعودي له دغې مرستې مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG