د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

نادیه ندیم، د ډنمارک د ښځینه فوټبال ټیم یو له غوره لوبغاړو!


د ډنمارک د ښځينه فوټبال ټيم د يوې افغانې لوبغاړې په حضور کې وکړای شول چې د اروپا د اتل ټيم مرستيالي وګټي.

په دې لوبه کې هالنډ وکړای شول چې ډنمارک ته ۴-۲ په وړاندې ماته ورکړي او د اتلولۍ مقام ته ورسېږي.

خو د ډنمارک په ټيم کې د افغانې لوبغاړې ناديې نديم حضور تر ټولو زياته توجه هغه وخت جلب کړه، کله چې نوموړې د هالنډ د ټيم دروازه د پينالټي په ضربه پرانيسته.

د ډنمارک د ټيم دغې افغانې فوټبالرې، د لوبې په شپږمه دقیقه کې خپل ټيم صفر د یو په وړاندې پر مخ يووړ.

که څه هم ټيم‌يې په پای کې لوبه وبايلله او اتل نه‌شو.

​ناديې نديم له هالنډ سره د لوبې په پايله کې، په اروپا کې د ښځينه فوټبال کوونکو د لوبو په اتلولۍ کې د خپل ټيم لپاره د سپينو زرو مډال واخيست.

د هالنډ د ګټونکي ټيم روزونکې له لوبې وروسته پرون یکشنبه په ډنمارک کې د ناديې ندیم ستاینه وکړه او ویې‌ویل:

"د فوټبال دواړو ټيمونو ښه او په زړه پورې لوبه وکړه، د دواړو ټيمونو بريا امکان درلود، خو په اخره کې موږ بريالي شوو، ډنمارک هم په دې فاينل لوبه کې څرګنده کړه چې لوړ کيفيت لري، لوبغاړو یې لکه ناديې نديم، پرنيلي هاردر او نورو موږ تر ډېر فشار لاندې راوستلو."

ناديه ندیم ۲۹ کلنه ده او په عين حال کې د ډنمارک د ملي ټيم په غړيتوب، د امريکا په پورټلند ټرونس فوټبال کلب کې لوبېږي.

د نادیې نديم پلار يو نظامي افسر و چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې طالبانو په افغانستان کې وواژه.

ناديه وروسته د پلار له مړينې، له هرات ولایته اروپا ته کډه شوه.

دې د کډوالو لپاره په يوه کمپ کې له هلکانو سره فوټبال پيل کړ.

د ډېرې لنډې مودې پر مهال ناديه، په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د ډنمارک د ښځينه ملي ټيم غړې شوه.

دې پرون د یکشنبې په ماښام د ډنمارک له لويو لوبغالو څخه په يوه کې، د ګڼ شمېر ننداره‌چیانو په حضور کې، د سپينو زرو مډال په خپله غاړه کړ.

XS
SM
MD
LG