د لاسرسي لېنکونه

د رأیې ورکونې له مرکزونو د انتخاباتو د څار بنسټونه کومې اندېښنې لري؟


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن دوشنبه د رأیې ورکوونکو د ۷۰۰۰ مرکزونو د بررسۍ چارې پیلوي.

دوی وايي چې په همدې هدف يې نېږدې ۱۰۰۰ تنه تخنیکي کسان روزلي چې نن عملاً په خپل کار پیل وکړي.

د کمېسیون مسؤلینو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه به وکړي چې د رأیې ورکوونکو مرکزونه د سیمه ییزو زورواکو له انحصاره وباسي او په عامه ځایونو کې يې جوړ کړي.

خو دا چې د انتخاباتو د څار بنسټونه په دې اړه کومې اندېښنې او غوښتنې لري، د اکسین یا د انتخاباتو اړوند مدني ټولنې رئیس جانداد سپین غر سره د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د رأیې ورکوونکو د مرکزونو په اړه يې غوښتنې څه دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG