د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د کابل واټر پولو لوبډلې د لامبو وهنې سیالیو کې لومړی مقام وګاټه


د کابل د لامبوهنې لوبډلې د بامیان د « سوله او دوستي» تر عنوان لاندې، د لامبو وهلو په سياليو کې لومړى مقام وګاټه.

د افغانستان د واټر پولو او لامبووهنې فدراسیون رئیس قاسم حمیدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د بامیان په بند امیر کې تر سره شوې چې په کې د هرات د لامبوهنې لوبډلې دوهم او او د بلخ د لامبوهنې لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ د درېیو ورځو لپاره په بامیان کې تر سره شوې او په کې د هېواد له پنځو ولایتونو ۱۳۰ تنو لوبغاړو ګډون کړی و.

د بامیان د لامبو وهلو سیالیو له ختمېدو وروسته، ۱۳ تنه د لامبوهنې لوبډلې ته معرفي شول.

XS
SM
MD
LG