د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

احمد ولي مسعود: په حکومت کې استبداد او دکتاتوري د اندېښنې وړ ده


د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي په حکومت کې استبداد او دکتاتوري د اندېښنې وړ ده.

احمد ولي مسعود وايي، دا حکومت د هرې ورځې په تېرېدو سره د قومي او سمتي ډلو د جوړېدلو شاهد دی.

ښاغلي مسعود د دوشنبې په ورځ د "ملي وفاق" د یوې طرحې د اعلان پر مهال وویل چې دغه حالت هېواد د بحران په لوري بیايي.

نوموړی وايي:

"له بده مرغه په هېواد کې سیاست داسې یو حالت ته رسېدلی چې ملي وحدت‌یې په قومي او سمتي ډلو ټپلو له‌منځه وړی او له دې نه زیاته مهمه دا چې په هېواد کې د دکتاتورۍ او ظلم نېښانې ښکاره شوي چې دا د اندېښنې وړ ده."

که څه هم د احمد شاه مسعود بنسټ د ملي وفاق طرحه اعلان کړه، خو له ستونزو نه د وتلو لپاره په‎کې کومه ځانګړې طرحه نه‎وه وړاندې شوې.

د دغه بنسټ مسؤلینو یوازې له سیاستوالو او مدني بنسټونو وغوښتل چې د ملي وفاق په چوکاټ کې سره یو او ستونزو ته حل لارې ومومي.

تر دې وړاندې هم بېلابېلو سیاسي کړیو په بېلابېلو برخو کې د حکومت په کړنو تُند انتقادونه کړي، خو یادو ډلو هم د هېواد روانو ستونزو ته د هواري په هدف کومه طرحه نه‎ده وړاندې کړې.

بل‎خوا د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسمشر اساسي کارونه د قانون تطبیق او په ملي پریکړو کې مشارکت دی.

د جمهوري ریاست د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې د هېواد سیاستوال باید په خپلو څرګندونو کې بې‌انصافي ونه‌کړي.

د جمهوري ریاست د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

مرتضوي وايي:

"هېله‌مند یو چې د هېواد په سیاسي مسایلو کې د سیاستوالو قضاوت عادلانه وي، کومې ادعاوې چې کوي لږ تر لږه باید یو دلیل او عیني شواهد وړاندې کړي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، یو شمېر سیاسي کړۍ او شخصیتونه تل پر حکومت انتقاد کوي، خو د دوی په وینا انتقاد کوونکي هم بحران نه د وتلو په خاطر کومه طرحه نه وړاندې کوي.

افغان کارپوه یونس فکور وايي، دغه کسان یوازې په حکومت کې د موقف ترلاسه کولو په هدف د انتقاد غږ پورته کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG