د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله ستراتېژیک، دفاعي او امنیتي تفاهملیک د عملي کېدو لپاره مېکانیزم جوړ شوی دی.
د حکومت اجرائیه رئيس وايي چې په کابل کې يې امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دغو تفاهملیکونو د عملي کېدو پر یوه مېکانیزم خبرې شوي دي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا د ناستې په پیل کې وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی چې په دې وروسیتو کې کابل ته راغلی و، له ده او ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنو کې یې ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پلاوی راغلی و، دغه پلاوي د پخوانیو تفاهملیکونو له مخې، د دوه اړخیزو ژمنو د عملي کېدو په تړاو بحثونه وکړل او یو مېکانیزم جوړ شو."
سره له دې چې اجرائیه رئيس د دغه مېکانیزم په اړه ډېر جزئیات ورنهکړل، خو ویېویل چې د پخوانیو تفاهملیکونو د اهدافو د پر مخ بیولو لپاره په بېلابېلو برخو خبرې شوې دي.
ښاغلي عبدالله وویل چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا «CIA» مشر مایک پامپیو له افغان چارواکو سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هدف، د افغانانو له هڅو ملاتړ کړی دی.
د کابل او واشنګټن پخوانیو مشرانو، د ۱۳۹۱ لمریز کال د ثور په ۱۳مه د اوږدمهالو ستراتېژیکو همکاریو تفاهملیک لاسلیک کړ.
د دغه تفاهملیک له مخې، د امریکا متحده ایالات، د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تر ۱۰ کلونو د اقتصادي پیاوړتیا او ښې حکومتوالۍ په برخو کې، له افغانستان سره مرسته کوي.
خو د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تفاهملیک د ملي وحدت حکومت په پیل کې لاسلیک شو چې له مخې يې، امریکا ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د امنیت او ثبات د ټينګښت په برخه کې همکاري کوي.
خو په افغانستان کې د وروستیو جګړو او نا امنیو په زیاتېدو سره، د ملي شورا د غړو په ګډون یو شمېر سیاسي او مدني بنسټونو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تفاهملیک په نهعملي کېدو انتقادونه او د لغوه کېدو غوښتنهیې وکړه.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، که امریکا په افغانستان کې د یاد تفاهملیک د عملي کېدو اراده ولري، وضعيت به ښه شي.
د دغه کمېسیون غړي عبدالقیوم سجادي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل:
"تر اوسه له بده مرغه د تفاهملیکونو د موادو د تطبیق لپاره عملي ګامونه نهدي اخیستل شوي، زه فکر کوم دا کار به په پای کې افغانستان، نړیوالې ټولنې او د افغانستان نړیوالو همکارانو ته لوی زیانونه واړوي، که چېرې امریکا د توافقنامو د موادو د عملي کېدو جدي اراده ولري، وضعيت به خامخا بدلون وکړي."
امریکايي چارواکي په داسې حال کې د امنیتي تفاهملیک په تړاو د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره خبرې کړي چې په افغانستان کې د نا امنیو دوام افغان او امریکايي چارواکي اندېښمن کړي دي.
مخکښ امریکايي سناتور «لېنډسي ګراهام» هم په دې وروستیو کې د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې که چېري امریکا افغانستان ته پاملرنه ونهکړي، د دغه هېواد وضعیت به د عراق په پرتله ۱۰ برابره خراب شي.
راپور: ناجیه ساپۍ