د لاسرسي لېنکونه

مسؤلین: فاریاب کې د افغان دولت ۱۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي


د ملي اردو چارواکي وايي، په فارياب ولايت کې د دوو پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ١٥ وسله‌وال مخالفين وژل شوي دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې وایي، دغه عمليات په خواجه سبزپوش، غورماچ، دولت‌اباد او شيرين‌تګاب ولسواليو کې، د تېرو ٢٤ ساعتونو په لړ کې شوي چې په نتيجه کې يې ٢٢ تنه نور وسله‌وال مخالفين ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، په ټپيانو کې د وسله‌والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG