د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۳۰

چارواکي: د جوزجان د فیض‌اباد لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی


د جوزجان ولايتي اداره وايي چې د فيض‌اباد ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو تش په نوم ولسوال له افغان قواوو سره جګړه کې وژل شوى دى.

د والي وياند وايي ملا احمد شاه د افغانستان په شمال کې د کوټې شورا استازى هم و.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د فيض‌اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو حمله وکړه چې له افغان قواو سره‌يې نښته د شپې تر ۱۰ بجو روانه وه.

د والي وياند وايي چې په دې نښته کې شپږ وسله‌وال ووژل شول چې په هغو کې د فيض‌اباد ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو تش په نوم ولسوال هم شامل دى.

ده وويل ٨ نور وسله‌وال ټپيان شوي دي.

د غفوري په خبره په دې نښته کې افغان قواوو ته ځاني زيان نه‌دى رسېدلى.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

XS
SM
MD
LG