د لاسرسي لېنکونه

چارواکي: هرات کې یو ځانمرګی او د هغه لارښود نیول شوي


په هرات ولايت کې يو ځانمرګى بريد کوونکى له خپل لارښود سره يوځاى، د ملي امنيت د کار کوونکو له‌خوا ونيول شو.

د والي وياند جيلاني فرهاد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه دوه کسان پرون يکشنبه د ۱۱مې ناحيې په مربوطاتو کې نيول شوي دي.

ښاغلي فرهاد وویل:

"له نېکه مرغه، د هرات د ملي امنيت ګمنام کارکوونکي وتوانېدل چې يو انتحاري چې غوښتل يې ځان په هرات کې منفجر کړي، ونیسي، د ملي امنيت کار کوونکو هغه کس هم نيولی چې دغه انتحاري ته‌يې لارښوونه کوله."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې په شپه د هرات په جواديه جومات کې دوو ځان وژونکو حمله وکړه چې په نتيجه کې يې ۳۶ کسان ووژل شول او ۶۷ نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG