د لاسرسي لېنکونه

حاجي اغا: اروپا ته د مېوو د صادراتو لپاره یوه تفاهم‌لیک ته اړتیا ده


د افغانستان د متشبثینو د عالي بورډ مسؤلین وایي چې افغان حکومت دې له ازبکستان سره داسې تفاهم‌لیک لاسلیک کړي چې له مخې یې، د دغه هېواد وچه او تازه مېوه روسیې او اروپايي هېوادونو ته صادره شي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له ازبکستان څخه د ورادارتي توکو ډک واګونونه مزار شریف ته راځي، خو له هغه ځایه بېرته تش ځي.

ښاغلي حاجي اغا زیاته کړه:

"د ممیزو د صادراتو په اړه یوې تفاهم نامې ته ضرورت دی، څو دغه ممیز بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي او دغه‌راز د افغانستان د اقتصاد او صادراتو برخه پیاوړې شي."

نوموړی وايي چې افغانستان هر کال یوازې له ۲۰ ټنو زیات د ممیزو تولیدات لري چې باید بهر ته‌يې د صادراتو غم وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG