د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې څارنوالانو پر یوې قضيې د ترورېزم ضد څېړنې پيل کړي


راپورونه وايي، د فرانسې څارنوالانو د هغې قضيې په اړه د ترورېزم ضد تحقيقات پيل کړي چې يوه چاړه په لاس سړي غوښتل په زوره د ايفل برج ته ننوځي.

په دې پېښه کې چې د شنبې ناوخته شوې، چا ته زيان نه‌دى رسېدلى.

هغو سرچينو چې قضيه له نېږدې څاري، د فرانسې خبري اژانس ته پرون يکشنبه وويل، مشکوک کس چې په توقيف کې دى، څارنوالانو ته ويلي، د داعش سخت دريځې ډلې له يوه غړي سره په تماس کې و او غوښتل‌يې پر يوه سرتېري حمله وکړي.

دغه مشکوک کس چې شااوخوا ١٩ کاله عمر لري، د راپورونو له مخې رواني ستونزه‌يې درلوده.

ده ويلي چې د افريقا په لوېديځ موريتانيا هېواد کې زېږېدلى او د فرانسې تابعيت هم لري.

XS
SM
MD
LG